د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې په تړاو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خواشینۍ اعلامیه
په ژوره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د تېرې شپې زلزلې د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو اوسېدونکي سخت ځپلي، چې له امله یې پر مالي زیان سربېره زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.
انا لله و انا الیه راجعون
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دې دردوونکې پېښې له امله د ټولو زیانمنو شویو هېوادوالو په غم کې ځان شریک بولي او ژمنه کوي، چې بېځایه شویو کورنیو ته به په بیړنۍ توګه لازمې مرستې ورسوي. د یاد وزارت مشرتابه خپلو ولایتي واحدونو ته لارښوونه کوي، چې په بیړنۍ توګه د بېځایه شویو کسانو لپاره بیړنۍ مرستې چمتو او تر دوی یې ورسوي. همدا راز له ټولو خیریه بنسټونو، نړیوالو سازمانونو څخه هیله کوو، چې د دې زلزلې ځپلو وګړو سره د مرستې او لاسنیوي لپاره خپلې هڅې او همکارۍ و نه سپموي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د زیانمنو شویو کورنیو د ملاتړ او مرستې لپاره بشپړې همکارۍ ته ژمن دی. د ټولو هغو کورنیو لپاره، چې په دې پېښه کې یې خپلوان له لاسه ورکړي یا زیانمن شوي د زړه له کومي ورته د صبر او زغم دعا کوي. خدای تعالی (ج) له درباره شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا په پار لاسونه لپه کوي.