‎ په اسلام، هېواد او ملي ارزښتونو له هیچا سره معامله نه کوو او نه بل چاته ددې اجازه ورکوو

anwari_morr
جمعه ۱۴۰۲/۱۱/۱۳ - ۲۰:۵۳
-

د مهاجرینو او رستنېدونکو چارو سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني، د خوست ولایت مرکز اړوند، مټا چینې، نور القرآن مدرسې فراغت غونډه کې وویل، په اسلام، هېواد او ملي ارزښتونو به له هیچا سره معامله ونکړي او نه به بل چاته ددې اجازه ورکړي

نوموړي زیاته کړه، د علم دستار د دولت، منصب او شهرت لپاره نه، بلکې د راتلونکي نسل پروړاندې یو لوی مسولیت دی او علما باید دا مسولیت په ښه توګه ترسره کړي

ښاغلي حقاني د علماو او قومونو ترمنځ په یووالي هم ټینګار وکړ او له علماو یې وغوښتل، چې د اسلام او نظام د ساتنې لپاره په مدرسو کې د نورو دیني زدکړو ترڅنګ جهادي فکر او نظامي زدکړې هم تدریس کړي

په غونډه کې د مهاجرینو چارو وزیر راستنو شویو مهاجرینو لپاره هم له ولسونو وغوښتل، چې د بسترو، سون توکو او

خوارکي موادو په برخه کې ددوی لاسنیوی وکړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۵۹
Background image

کډوالو وزارت کې د نږدې دوه میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د حمایت پدار موسسې سره د یو میلیون ۹۷۷ زره او ۷۵ امریکايي ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د هوکړه لیک له مخې به یاده موسسه دغه پیسې په. . .
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۸:۱۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د یوناما له مشرې اغلې روزا اوتنبایوا سره د مخې ښې لیدنه وکړه.

د ناستې په پیل کې اغلې روزا اوتنبایوا په وروستۍ زلزلې کې د زیانمنو شوو په اړه خپله خواشینۍ له محترم وزیر سره شریکه کړه او زیاته یې کړه، چې ملګري ملتونه له اړمنو افغانانو سره خپلو. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۵
Background image

د کډوالو چارو وزارت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شلتر ناو نړیوالې موسسې سره د ۹۱ زره ۲۵۹ ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو هوکړلیک لاسلیک کړ.
د یاد هو کړه لیک په اساس به نوموړې موسسه یاد مبلغ د خواکي توکو. . .

بېرته خبرونه ته