کډوالو چارو وزارت په روان کال کې د ملیاردونو افغانیو په ارزښت له همکارو بنسټونو سره د همکارۍ نږدې ۶۰ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۵۸

د روان کال له پیل تر دې دمه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۵ میلیارده ۳۸۹ میلیونه ۵۵۸ زره او ۴۶۵ اعشاریه ۱۲ افغانیو په معادل د ۲۳۱ میلیونه ۱۴۳ زره او ۸۶۴ امریکايي ډالرو په ارزښت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ملي او نړۍوالو بنسټونو سره د راستنېدونکو، بېځایه شویو، اړمنو، بې سرپرستو او کوربه ټولنو لپاره د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه ۵۸ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
په وړاندې شویو خدمتونو کې نغدي، غیرې نغدي، خوراکي، غیرې خوراکي، روغتیايي، مشورو ورکولو او د سرپناوو جوړولو په برخه کې ( ۲۹۱ زره ۵۵۰ کورنیو) او ( یو میلیون ۲۱۱ زره ۶۵۲ کسانو ) ته چې له دې ډلې ۹۱۴ زره ۷۶ ) کسه راستنېدونکي او ( ۱۸۷ زره ۴۴۷ ) تنه بېځایه شوې کورنیو او ( ۲۰۹ زره ۹۰۴ ) تنه د کوربه ټولنو څخه وو، له یادو خدمتونو برخمن شوي دي.
دغه وزارت هڅه کوي، چې د راستنېدونکو او بېځایه شویو لپاره په ټول هېوادو کې ښه بشري خدمتونه وړاندې کړي تر څو هغوی په ارامه او صمیمانه فضا کې د ورورولۍ او یوالي ژوند وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته