کندهار کې ۳۰۴ بېځايه شوو کورنيوره مرسته وشوه

دخوراک نړيوال سازمان (WFP) او طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې له لورې د کندهار ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۰۴ بېځايه شوو کورنيوسره نغدې او خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ،چې د سېلابونو له امله زيانمنې شوې وې او ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې شنبې په ورځ و وري په ۱۴مه د طبيعي پېښو پروړاندې دمبارې ادارې له لورې هرې کورنۍ ته۱۵۰۰۰ افغانۍ نغدې اوپاتې نورو کورنيوهرې کورنۍ ته د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې دخوراکي موادو مرسته ووېشل شوه.