کندهارکې ۴۱بېځايه شوو کورنيوسر مرسته وشوه

د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې دکندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۱ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي توکو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله دخپلو اصلي سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتېرې سې شنبې په ورځ د وري په ۶مه هرې کورنۍ ته د ذکرشوې موسسې د استازو په شتون کې دخوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.