چين له افغانستان سره ۱۵ میليونه ډالره او درې ميليونه ډوزه کرونا ضد واکسين مرسته اعلان کړه

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۸ - ۱۸:۲۶
_________

 

په کابل کې د چین سفير د مهاجرينو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني سره وليدل او له افغانستان سره يې د پنځلس ميليونه ډالرو سربېره درې ميليونه ډوزه د کرونا ضد واکسين مرسته اعلان کړه.

د چين سفیر ښاغلي وانګ يو د مهاجرينو وزارت سرپرست ته د نوې دندې د مبارکۍ تر څنګ وويل، چې هېواد يې له افغانستان سره بې قيد او شرطه مرستې او همکارۍ ته ژمن دی.

ښاغلي وانګ وويل، چې هېواد يې د افغانستان له نوي نظام سره هر ډول همکارۍ او مرستې ته چتمو او په دې لړ کې يې د پنځلس ميليونه ډالرو او درې ميليونه کرونا ضد واکسين مرستې ژمنه هم وکړه.

د چين سفير زياته کړه، چې په دغو پنځلس ميليونه ډالرو مرستو کې به يې پنځه ميليونه د ژمي جامي او کمپلې وي او لس ميليونه نور به يې خوراکي توکي وي، چې په لنډ وخت کې به د ژمي له رارسېدو مخکې د افغانستان حکومت ته وسپارل شي.

د مهاجرينو وزير ښاغلي الحاج خلیل الرحمن حقاني د چين د مرستو هرکلی او مننه وکړه او د چين سفير ته يې ډاډ ورکړ، چې دغه مرستې به ډېر ژر داخلي بې ځايه شوو او نورو اړمنو خلکو ته په شفاف ډول ورسيږي.

ښاغلي حقاني د مننې تر څنګ هيله وښوده، چې چين زموږ ګاونډی هېواد دی او دواړه دولتونه بايد تلپاتې دوستانه او په دوه اړخيز درناوي ولاړو اړيکو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۴۵
Background image

په کابل ښار کې سلګونو کډوالو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې ۹۰۰ راستنو شویو، بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنې ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
په دغو مرستو کې ۵ ډوله خوراکي توکي شامل دي، چې له زیانمونو شویو کډوالو کورنیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۲۳
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې تر یو میلیون زیاتو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د ګډو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د هیات ناروی برای مهاجرین نړۍوالې موسسې تر منځ د یو میلیون ۵۲۳ زره او ۵۹۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چاور وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې په پېښور کې له افغان جنرال قونسل حافظ محب الله شاکر سره وکتل

په دې ناسته کې، چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو پر وضعیت خبرې وشوې، ښاغلي حافظ محب الله شاکر وویل، چې په پاکستان کې د کډوالو ثبت لړۍ کې افغان راستنېدونکي له سختو ستونزو سره مخ. . .

بېرته خبرونه ته