په پکتیکا او کاپیسا ولایتونو کې د وستا موسسې د سرپناوو اعمار پروژو د چارو د معطل کېدو په تړاو د وزارت مقام دفتر ریاست او اوچا دفتر مسوولینو تر منځ ناسته وشوه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۸:۴۹
-
د مهاجرینو وزارت د مقام د دفتر رئیس الحاج قاري اجمل ویاړ او د اوچا ادارې تر منځ نن چهارشنبه د لړم په ۹ مه په پکتیکا او کاپیسا ولایتونو کې د سرپناوو د هغو پروژو د درېدو په اړه ناسته وشوه، چې د وستا موسسې له لوري یې کارونه پر مخ وړل کېدل.
په دې ناسته کې قاري اجمل وویل، دا چې په هېواد کې ژمی په رارسېدو دی اړتیا ده، چې له ژمي وړاندې د یادو سرپناوو پاتې چارو د بشپړېدو کارونه پیل شي او په دې اړه د وزارت مقام ته ډاډ ورکړل شي.
بل لورته د اوچا ادارې د اړیکو مسوول شمس خلیلي ډاډ ورکړ، چې د دغو پروژو لپاره به په یوه میاشت کې بودیجه ځانګړې او پاتې چارې به یې پیل کړي.
د یادولو وړ ده، چې د دغې پروژې مالي لګښت د ملګرو ملتونو اوچا ادارې له لوري ورکول کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر له مرستیال سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد نن چهارشنبه د چنګاښ په ۲۴مه د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر(UNDP) له مرستیال سره ولیدل.
د دغې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۱۸
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکی معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه معلوماتي ناسته وشوه.
دغه ناسته د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عدلیې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د هند سفارت د راستنېدونکو لپاره تر زرو زیاتو خېمو مرسته وکړه

له افغانستان سره د مرستو پر دوام د هند هېواد سفارت د روانې میاشتې په ۲۲مه له مهاجرینو چارو وزارت سره د راستنېدونکو د لومړیو اړتیاوو پوره کولو په موخه د شاوخوا ۲۲ میلیونو او ۶۰۵ زره. . .

بېرته خبرونه ته