په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي او اداري معین محترم شیخ کلیم الرحمن فاني د اداري پروسو اسانولو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې له دې سره به ډېری ستونزې هوارې شي.
هغه زیاته کړه، هر څومره چې انسان په سختیو کې ژوند وکړي، له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، د اسلام مبین دین د چارو پر اسانولو او روڼتیا ټینګار کړی دی.
همدارنګه نوموړي وویل: که اداري پروسې اسانه نه شي؛ نو ښایي مراجعین او کار کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
د مهاجرینو چارو وزارت محترم مالي او اداري معین ورته برنامې د یاد وزارت په اداري چارو کې مثبت ګام یاد کړ.
وروسته د چارو ادارې استازي محترم نصیراحمد مجیدي د اداري پروسو اسانولو په اړه پرزینټېشن وړاندې کړ.
په پای کې ګډونوالو پوښتنې وکړې او ښاغلي مجیدي دغو پوښتنو ته ځواب وویل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۲۰:۳۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر په یوه ګډه ناسته کې د الفتح قول اردو له قومندان او د سرپل له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې په یوه ګډه ناسته کې د الفتح قول اردو له قومندان ملا رحمت الله محمداکا او د سرپل له والي قاري بختیار معاذ. . .

بېرته خبرونه ته