په مهاجرینو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۳:۵۵
_

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له هماهنګي کمک های بشري او خدمات اجتماعي زنان افغانستان موسسو سره د ۵۱۵ زره ۷۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو له مخې به یادې پیسې په تورخم فرضي کرښه کې د خدمتونو وړاندې کولو او په ننګرهار، بادغیس، هرات او فراه ولایتونو کې د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې په لګښت رسوي، چې ۸۶۸ زره او ۶۸۸ تنه بېځایه شوي، راستانه شوي او کوربه ټولنو وګړي به ترې ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته سفر وکړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري او د معلوماتي ټېکنالوژۍ رییس ښاغلي الحاج غلام نبي الله داد‌خیل ستانکزي د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته سفر وکړ.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته