په سويډن کې د افغانستان نوي سفير په هغه هېواد کې د کډوالو د وضعيت په اړه دوزارت له چارواکو سره خبرې وکړې

sadam_morr
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۱۲:۴
سفیر جدید افغانستان در سویدن در مورد وضعیت مهاجرین افغان در آن کشور با مقامات وزارت امور مهاجرین گفتگو کرد

عباس نويان چې نوی په سويډن کې دافغانستان سفير ټاکل شوی،دکډوالو وضعيت، معلوماتو راغونډولو  او مشورې لپاره کډوالو چارو وزارت ته راغلی و او ددغه وزارت له وزير او د پناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټرې عالمې سره يې خبرې اترې وکړې.

دغه ليدنه د لړم په ۱۲مه په کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه او د کډوالو چارو وزارت او سفارت ترمنځ د لاهمغږۍ او په هغه هېواد کې د کډوالو د مديريت په اړه خبرې اترې وشوې.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير  پخپلو خبرو کې وويل، په سويډن کې شاوخوا ۳۸ زره افغان کډوال ژوند کوي دسويډن  هېواد نرم سياست ددې سبب شوی چې په دغه هېواد کې د کډوالو وضعيت ښه  شي.

هغه زياته کړه،چې د افغانستان او سوېډن نوی هوکړه ليک په ۲۰۱۴ کال کې د کډوالو دمديرت په اړه لاسليک شوی و،چې د قضيود بياکتنې په پروسه کې ددواړو خواو سره درې اړخيزه محاکمه، کډوالو حق، د زيامنوډلو منل  او په خپله خوښه راستنېدونکو څخه ملاتړ هوکړه شوې.

همدارنګه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټرې عالمې د نوي سفير څخه وغوښتل، چې د قضيو د څېړلوپرمهال  دافغانستان امنيتي وضعيت ته پام وکړيپ او دافغانستان حکومت سره دهغه په قضيه کې د کوکورنيو دجلا کېدو په مخنيوي ک د لا نرمښت غوښتونکی شي او کډوالو ته دافغانستان د سفارت په استازيتوب د درې ګونو محاکمو په اړه کره معلومات چمتوکړي  ترڅو ددې فرصت څخه ګټه واخلي.

په ورته وخت کې په سويډن کې د افغانستان نوي سفير کډوالو چارو وزارت ته دکډوالۍ مديرت په برخه کې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۹:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د کاري دفتر په جامع جومات کې د سیرت النبي په مناسبت برنامه ترسره شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کاري دفتر په جامع جومات کې د محمد (ص) د مبارک سیرت په مناسبت برنامه تر سره شوه.
په دغې برنامه کې د مهاجرینو چارو وزیر محترم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۹:۱۱
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال د دویمې ربعې ( غبرګولې، چنګاښ، زمري میاشتو) د راپور لنډيز

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ۱۴۰۵لمریز کال په دویمه ربعه کې د راستنو شویو او بېځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې، له کورنیو او نړۍوالو بنسټونو سره د همکاریو پیاوړتیا او د بشر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې تر ۴۰۰ زرو د زیاتو امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له افغانستان بیا رغونې او ښځو زده‌کړو او د بشري مرستو همغږۍ موسسو سره د ۴۶۴ زره ۸۰۴ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

بېرته خبرونه ته