په ترکیه کې دیوشمېر ډيپورت شوو اوافغان کډوالو سره دپناه غوښتونکودمرستیال لیدنه

anwari_morr
جمعه ۱۴۰۰/۳/۱۴ - ۲۰:۱۳
___________
 
 
دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپناه غوښتونکو مرستیال وفي الله کاکړ ترکیې ته په خپل سفرکې دیوشمېر ډیپورت شوواو افغان کډوالو سره په انقره کې ولیدل او دودوی وړاندیزونه او ستونزې یې واورېدې.
په لومړي سرکې ډيپورت شوو او افغان کډوالو دپناه غوښتونکو دمرستیال دهمرازۍڅخه مننه وکړه اوخوښي یې څرګنده کړه چې دډیپورت شوو او افغان کډوالو په استازیتوب یې دودی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
ښاغلي کاکړ وویل چې ددې ناستې موخه دکډوالو په اړه دافغانستان اوترکیې ترمینځ دهوکړه لیک دمنځپانګې توضیح وکول اود ډیپورت شوو او افغان کډوالو دستونزو او وړاندیزونو اورېدل و.
دپناه غوښتونکومرستیال ډاډ ورکړچې هېڅ کله به داسې هوکړه لیک لاسلیک نه شې چې په هغې سره دکډوالو اندېښنې ډېرې شي؛بلکې په دغه سندسره به دکډوالو اوراستنېدونکو پروسه رڼه شي، دنړیوالو ادارو څارنه به ډېره کړي اوټول قانوني مقررات به پکې په نظر کې ونیول شي.
نوموړي زیاته کړه چې ددې هوکړه لیک په منځپانګه کې دافغانستان حکومت په ترکیې کې دافغان کډوالو سره دانساني اومساوي چلند باندې ټینګار کړی.
بل لوري ډیپورت شوي او افغان کډوال په ترکیه کې دبرېښنایي پېژند پاڼو دوېش لړۍ دپیل غوښتونکي شو.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۳:۴۹
Background image

د کډوالو چارو وزارت د همکارۍ دری هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکارۍ دری هوکړه لیکونه د ۲ میلیونه ۶ لکه ۴۴ زره او ۴۱۳ ډالرو په ارزښت د بشري حقونو د څېړنې او دفاع موسسې، د افغانستان لپاره د انصاري بیا احیا موسسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۲۰:۳
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د وزارت اداري ناسته ترسره شوه.

 
په دې ناسته کې چې د مهاجرینو چارو مالي او اداري معین شیخ کلیم الرحمن فاني او د وزارت مرکزي رئیسانو ګډون کړي وو، له ایران څخه د افغان راستنېدونکو د لړۍ د ارزول شوي حالت او حل. . .
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۱:۱۸
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کابل د جهادي مدرسې له مهتمم او علمای کرامو سره وکتل.

 
په دې ناسته کې چې د کابل د جهادي مدرسې مهتمم شیخ محمد ابراهیم سعید سربــېره شیخ محمد اسماعیل، شیخ محمد فقیر محمدي او شیخ عبدالغني هم حضور لرلو، د کابل د جهادي مدرسې محترم. . .

بېرته خبرونه ته