پناه غوښتونکو مرسيتالې د ارزگان ولایت څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۷ - ۱۱:۳۱
عالمه

 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرسيتالې ډاکټرې عالمې  د يو پلاوي په مشري د یکشنې په ورځ د لیندۍ د میاشتې ۳ مه نېټه د ارزګان ولایت د ورستیو جګړو له داخلي بیځایه شویو کورنیو اوښتو مالي او ځاني زیانونو ارزونې او لیدنې په موخه  د ارزګان ولایت والي محمد شفیق اسدالله سعید سره لېدنه وکړه.

د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناغوښتونکو مرستیالې ډاګټرې عالمې ته ښه راغلاست وویل، زیاته یې کړه  او د ولسونو او بېځایه شویو په شته اقتصادي او ټولنیز وضعیت يې  رڼا واچوله ويې ويل،  د دې ولایت ولسونه د دوامدارې جګړې له امله د (بېکارۍ ، بېوزلۍ ، بېسوادۍ ) څخه په لوی اکثریت اغېزمن شوي چې د حل لاره ورته پيدا شي.

نوموړی زیاته کړه چې د بېځایه شویو ته لنډمهالی  کمپ جوړل شي چې لدې جملې څخه تر اوسه پورې ۹ زره په شاوخوا کې د جګړې له امله بېځایه شویو کورنیو سره په روان ژمي کې مرستې او يادو کورنیو ته په دې ولایت کې ښارګوټي جوړل شي.

د کډوالو او راستنېدونکو وزارت  د پناغوښتونکو مرستالې  وویل چې د کمپ په جوړولو او بېځایه شویو کورنیو ته د مرستو د وېش او همدارنګه د ښارګوټي  د جوړلو په برخه کې کار کو او نوموړې  د داخلې بېځایه شویو خلکو د کورنو څخه لېدنه و کړه او د هغوی  ستونزې يې  واورېدلې  او هیله  يې و ښوده چې نوموړي ستونزي ژر تر ژره د کډوالو او راستنېدونکو چارووزارت په پلان کې شامل کړي .

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له ساحوي مشر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( OCHA ) له ساحوي مشر ښاغلی ګلیټ راجر سره وکتل.
په دې لیدنه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره وکتل

 

په دغې ناسته کې، چې په روان زیږدیز کال کې راستنېدونکو ته د اړینو مرستو د رسولو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې، عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت همکارۍ وستایلې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل کې له لسګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د هغو ژمنیو مرستو پر دوام، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر لخوا د اهل خیر کسانو په همکارۍ پیل شوې وې، د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ۸۴ راستنو. . .

بېرته خبرونه ته