هغه ټول بېځايه شوي چې دکابل په خېرخانې کوتل کې ژوند کاو،خپلو کورونوته ستانه شول

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۶ - ۱۰:۲
همه بیجاشده های که در پارک آزادی کوتل خیرخانه زندگی می کردند، به خانه های برگشتند

دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت دښځو رضاکاره موسسې اويونين ايډ موسسې سره په ګډه همغږۍ هغه ټول بېځايه شوي چې دکابل په ازادۍ پارک کې اوسېده اوشمېر يې یوزرو او(٢٠٠)کورنيو ته رسېده خپلو اصلي مېنو او کورونوته ولېږدول شول.

د مهاحرينو اوراستنېدونکو چارو وزارت مرستيال محمدارسلاح خروټي او دکابل ولايت دمهاجرينو رییس قاري عبدالمتين رحيمزي يکشنبه دلړم په (١٦) مه دکابل ښار ازادۍ پارک ته لاړل او ددغو کورنيو دلېږد بهیر څارنه یې له نېږدې وکړه.

ښاغلي ارسلاح خروټي وويل: چې له دې مخکې د دوه زرو په شاوخواکې بېځايه شوي دکابل ښار نوي پارک،بډولې دښتې اوخېرخانې څخه خپلو سیموته لېږدول شوي او نن ورځ دغه کورنۍ د ازادۍ پارک او خېرخانې دلومړۍ برخې څخه خپلو اصلي ولايتونو کندز،بدخشان،تخار،بغلان،سرپل،کاپیسا او پنجشېر ولايت ته ولېږدول شي.

دهغه په خبره دمهاجرينو وزارت تراتسپورتي اسانتياوې برابرې کړې دي او ددې سربېره همکاره مرستندويه بنسټونو او موسسوسره همغږي شوي ترڅو یادو کورنيوسره په راتلو دريومياشتوکې په خپلو اصلي سيموکې مرستې وشي.

نومړي زياته کړه چې دمهاجرينو وزارت ژمن دی چې په کابل ښار او يوشمېر نورو ولايتونو کې دبېځايه شوو سروې، د اړتياوو ارزونه او خدمتونو وړاندې کولوته دوام ورکړي او دنړيوالو مرستندويه موسسو په همکارۍ ورته دلېږد زمينه برابره کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل کې له لسګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د هغو ژمنیو مرستو پر دوام، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر لخوا د اهل خیر کسانو په همکارۍ پیل شوې وې، د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ۸۴ راستنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۱:۳۶
Background image

په کابل کې راستنو شویو کورنیو ته کجورو وېش پیل شو

د سلواغې په ۲۸مه د کابل ښار په ټرمینال پایتخت کمپ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د عربستان هېواد د ملک سلیمان خیریه بنسټ له لوري د کجورو وېش پیل شو.
د مهاجرینو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۹:۴۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د یوه الماني شرکت له استازو سره وليدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي مولوي سید احمد بنوري، په خپل کاري دفتر کې د یوه الماني شرکت له استازو سره ولیدل.
په دې ناسته کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو. . .

بېرته خبرونه ته