مسلکي مرستيال په کابل کې د ترکيې سفارت سلاکار او قونسل سره ليدنه وکړه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۵:۳۵
_

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په کابل کې د ترکيې سفارت له داخلي سلاکار آقايان عبدالله دندار او  قونسل آلپ بورا سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې په ترکيې کې د افغان مهاجرينو پر ستونزو خبرې اترې وشوې.
مسلکي مرستيال په هغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره په بېلا بېلو برخو کې د ترکيې هېواد او خلکو د همکاريو څخه مننه وکړه.
په کابل کې د ترکيې سفارت سلاکار عبدالله دندار وويل؛ موږ په ترکيې کې د مېشتو افغان کډوالو سره  د دوستۍ او ورور ګلوۍ اړېکو ته پراختيا ورکوو او له ترکيې څخه له  ۶۰۰ زيات افغانان، چې اسناد نه لري غواړي خپل  هېواد ته ستانه شي، په دې برخه کې د افغانستان حکومت څخه د همکاريو غوښتنه کوو.
ښاغلي راشد د ترکيې هېواد د همکاريو څخه مننه وکړه او ويې ويل؛ په ترکيه کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په خاطر  يو داسې ميکانيزم او کړنلارې ته اړتيا ده، چې بايد د دواړو خواوو ترمنځ د هوکړې له مخې چمتو شي، چې د هغې له مخې افغان مهاجرين په عزت او وقار سره خپل هېواد ته راستانه شي او دا موضوع بايد د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او مرستندويه بنسټونو سره شريکه کړو، ترڅو په راتلونکې کې ملګري ملتونه دې ته قانع کړو چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
د ترکيې سفارت سلاکار د مقابل لوري خبرې تائيد کړې او ويې ويل؛ موږ په دې برخه کې هرډول همکاريو ته چمتو يو او له تاسې سره به مرسته کوو. هغه همدارز د مهاجرينو چارو وزارت او ترکيې سفارت ترمنځ د ارتباطي سيستم د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.
مسلکي مرستيال وويل، موږ به د حکومت له مشرانو سره خبرې وکړو او ياده موضوع به ورسره شريکه کړو.
په پاي کې دواړو لوريو په همکاريو او همغږيو ټيګار وکړ.
په دې ليدنه کې په خپله خوښه راستنېدو ته د هڅونې رئيس مولوي محمد جان خدرخېل هم شتون درلود.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته