مرکزي او ولایتي رئیسانو ته درې ورځینی روزنیز ورکشاپ پیل شو

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۲۱:۲۸
Anwari
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت لخوا د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ (UNHCR) په همکارۍ ددغه وزارت مرکزي او ولايتي واحدونو لپاره درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پيل شو.
د دې ورکشاپ په پیل غونډه کې په افغانستان کې د بهرنیو چارو وزارت د استازو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ مشرې، د افغانستان لپاره د کډوالۍ نړيوالې سازمان (IOM) مشر، د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) غړو، د افغانستان لپاره UN Habitat مشر او نورو اړوندو خیریه بنسټونو ګډون درلود.
په پیل کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال محمد ارسلاح خروټي هر اړخيزه وينا وکړه د ښه راغلاست تر څنګ يې د مهاجرینو او بې ځایه شوو په ستونزو، بيا راستنېدنې، شته فرصتونو او د وزارت په کارونو رڼا واچوله او د وزارت موخې او کاري پلانونه یې واضح کړل
ورپسې د کډوالۍ نړیوالې ادارې (UNHCR) مشرې تاکشيما خبرې وکړې نوموړې مهاجرینو، بېرته راستنيدونکو او داخلي بې ځايه شوو ته د لومړنيو او بنسټيزو اسانتياوو او کاري فرصتونو په برخه کې د مرستو ژمنه وکړه.
له دې وروسته د افغانستان لپاره د مهاجرینو نړیوال سازمان مشر ښاغلي اشکر وينا وکړه او ويې ويل چې موږ د اسلامي امارت سره په ګډه د مهاجرینو او داخلي بې ځايه شوو ته د لومړنيو او بنسټيزو اسانتياوو د برابرولو، په خپله خوښه او باعزته راستنېدو او د غير قانوني مهاجرت د مخنيوي په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه.
بيا د اسلامي همکاریو سازمان غړي دوکتور محمد سعيد خبرې وکړې او ويې ويل چې د نړیوالو هيوادونو او بنسټونو په همغږۍ سره کوښښ کوو چې د افغانانو او په ځانکړې توګه د مهاجرینو او داخلي بې ځايه شوو ستونزو ته رسېدنه وکړو.
وروسته د افغانستان لپاره د UN Habitat مشر ډاکټر بالاجي خپله وينا وکړه او د کډوالو او راستنېدونکو په برخه کې يې د ښاري خدماتو او اسانتياوو د رامنځته کولو ژمنه وکړه.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت استازي د هيواد څخه په بهر کې د افغان مهاجرینو په وضعيت، د غير قانوني مهاجرت په مخنيوي او اړونده برخو رڼا واچوله او هغه بهرنيو بنسټونو ته چې د مهاجرت په برخه کې کار کوي د هر راز اسانتياوو د برابرولو ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۲۰:۳۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي عرفات جمال سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې د افغان راستنېدونکو او کډوالو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي عرفات جمال وویل، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړۍوال ګروپ مشرتابه د افغان راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې تر دوو میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت د همکارۍ پينځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوه میلیونه ۱۸ زره  او ۱۴۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت له اپیک انټرنیشنل، انجمن مهاجرین ‌‌دنمارک در افغانستان، تعلیمي و خیریه افغان بازسازي افغانستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین له ترمینال پایتخت کمپ څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې رییس له مل پلاوي سره د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې له ترمینال پایتخت کمپ څخه. . .

بېرته خبرونه ته