له سلو زیات هېوادوال سعودي عربستان ته د عمرې لپاره لاړل

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۶ - ۲۰:۱۱
_

١٠٥ تنه هېوادوال د زمري په ٢٦مه د عمرې لپاره بیت الله شريف ته لاړل.
په یادو کسانو کې د هېواد د بېلابېلو ولایتو نارينه او ښځينه شامل ول، چې د دریو شخصي شرکتونو او يوې ټولنې له لارې د کابل هوايي ډګر څخه د جدې پرلورې یې پرواز وکړ.
په یادو مراسموکې چې د کابل په هوايي ډګر کې په همدې موخه تر سره شول، د مهاجرينوچارو وزارت وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني خبرې وکړې او له زايرينوڅخه یې غوښتنه وکړه،چې د هېواد او ملت په استازيتوب مکې مکرمې ته په رسېدو سره د حج او عمرې مناسک په لازمه توګه پرځای کړي او خلکو سره د نېکو اخلاقو له مخې رویه وکړي.
همدارنګه حقاني دیادو شرکتونو  د فعاليتونو څخه د مننې ترڅنګ د حج او اوقافو وزارت اویادو شرکتونو څخه غوښتنه وکړه،چې حرم شريف ته د نږدې خونو،مناسبو خوړو،ترانسپورت او د حجاجو لپاره د معليمنو په ګومارلو کې پاملرنه او لازمه همکاري وکړي.
د ذکرشوو شرکتونواستازو زايرينو ته دلازمو خدماتو د وړاندې کولو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۲۰:۳۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي عرفات جمال سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې د افغان راستنېدونکو او کډوالو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي عرفات جمال وویل، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړۍوال ګروپ مشرتابه د افغان راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې تر دوو میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت د همکارۍ پينځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوه میلیونه ۱۸ زره  او ۱۴۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت له اپیک انټرنیشنل، انجمن مهاجرین ‌‌دنمارک در افغانستان، تعلیمي و خیریه افغان بازسازي افغانستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین له ترمینال پایتخت کمپ څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې رییس له مل پلاوي سره د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې له ترمینال پایتخت کمپ څخه. . .

بېرته خبرونه ته