د ۱۴۰۴ لمریز کال د فاضلابو تصفیې خونې د جوړولو د داوطلبۍ اعلان!
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر شرایطو برابرو داوطلبانو څخه غوښتي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د فاضلابو د تصفیې خونې د جوړولو پروژې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي او اړونده شرطنامه د فلډیسک له لارې د تدارکاتو له آمریت څخه او یا هم د ملي تدارکاتو ریاست د وېبپاڼې له لارې په وړیا توګه تر لاسه کړي.
داوطلبان دې خپلې آفرپاڼې د شرطنامې له شرایطو سره سم او د عقودو قانون له مخې د استصناع بیع مطابق، په تړل شوې بڼه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د دوشنبې ورځې د سهار تر (۱۰:۰۰) بجو پورې د تدارکاتو آمریت ته، چې په واصلآباد کې د جنګلک فابریکې شاته موقعیت لري، وسپاري. ناوخته او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر د تضمین اندازه د بانکي تضمین په ډول (۲۰۰۰۰۰) دوه سوه زره افغانۍ ده او د آفر پرانیستلو غونډه به د۱۴۰۴لمریز کال د قوس میاشتې پر ۲۴مه نېټه د دوشنبې ورځې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د وزارت د غونډو په تالار کې تر سره کېږي.
