د کډ‌والو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په بېلو، بېلو ناستو کې د بغلان د نهرین او دهنه غوري ولسوالیو د راستنو شویو هېوادوالو له استازو سره وکتل

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۱۶
-

د دهنه غوري ولسوالۍ د راستنو شویو استازو، چې د پکتیکا ولایت د مرستیال مخدوم عبدالسلام سعادت په مشرۍ تشریف راوړی وو، خپل هېواد ته په راتګ او د اسلامي امارت لخوا د ورسره شوې همکارۍ له امله خوښي څرګنده کړه. په ناسته کې د دهنه غوري حاضرو مخورو خپل وړانديزونه له محترم وزیر سره شریک کړل.
دغه راز د نهرین ولسوالۍ د راستنو شویو استازو وویل، چې روان کال د حکومت او مرستندیو ادارو په همکارۍ ورته سرپناه چمتو شوې ده او وړانديز یې وکړ، چې د هغوی سیمې ته د غزېدلي سړک او جومات په رغولو کې دې ورسره همکاري وشي. دوی همدارنګه د خوراکي توکو د مرستې غوښتنه هم وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر د راستنو شویو هېوادوالو حاضرو استازو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې د وړانديزونو  په اړه به له اړوندو ادارو سره همغږي وکړي او د خوراکي توکو د وېش په موخه به بېړنۍ فوق العاده مرستې سیمې ته ولېږي.
محترم وزیر افغان کډوالو ته په اشارې سره څرګنده کړه، چې اسلامي امارت افغان کډوالو ته ښه راغلاست وايي او هڅه کېږي، چې د ټولنې فعاله برخه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۲۰:۳۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر په یوه ګډه ناسته کې د الفتح قول اردو له قومندان او د سرپل له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې په یوه ګډه ناسته کې د الفتح قول اردو له قومندان ملا رحمت الله محمداکا او د سرپل له والي قاري بختیار معاذ. . .

بېرته خبرونه ته