د کډوالو چارو وزارت ته د هندوستان هېواد له لوري مرسته شوې زر دانې خیمې تسلیم شوې

د وږې میاشتې په ۱۰ مه نیټه په کابل کې د هند سفارت مسوولینو له لوري د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته زر دانې خیمې وسپارل شوې.
د دې وزارت د مالي او اداري رياست د اجناسو او محاسبې عمومي مدیر عبدالغفار انصاري په وینا دا خیمې به هغو کورنیو ته ووېشل شي، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې او په سخت انساني وضعیت کې دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري، ترڅو دوی لازم ملاتړ وشي. د یادونې وړ ده، چې هندوستان هېواد تر دې وړاندې هم په هېواد کې د کډوالو لپاره بشري مرستې کړې وې.