د کډوالو وزير ددغه وزارت د روانو کارونو څخه څارنه وکړه

sadam_morr
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۹ - ۱۵:۳
1

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د تلې په ۲۸مه ددغه وزارت د روانو کارونو څارونه وکړه او د کار د پرمختګ پروړاندې يې خنډونه او شته ستونزې وڅېړلې.

د راستنېدونکو راجسترېشن دفترونو جوړول او چمتوکول، چې د هيبتات په همکارۍ د شورا برنامې يوه برخه ده، دجوړېدو په حال کې دي، دجومات رغول او د وزارت د داخلي سرګونو هم د کار لاندې دي، چې ښاغلي عالمي بلخي د انجينيرۍ خدمتو رياست ته امر وکړچې دکار سرعت، دقت او موثريت ته ډېره پاملرنه وکړي.

همدارنګه يې د پيمان شرکت څخه غوښتنه وکړه،چې دقرارداد تر بشپړېدو پورې دې خپل ټول کارونه پای ته ورسوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له ساحوي مشر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( OCHA ) له ساحوي مشر ښاغلی ګلیټ راجر سره وکتل.
په دې لیدنه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره وکتل

 

په دغې ناسته کې، چې په روان زیږدیز کال کې راستنېدونکو ته د اړینو مرستو د رسولو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې، عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت همکارۍ وستایلې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل کې له لسګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د هغو ژمنیو مرستو پر دوام، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر لخوا د اهل خیر کسانو په همکارۍ پیل شوې وې، د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ۸۴ راستنو. . .

بېرته خبرونه ته