د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (UNHCR) له مرستيالې سره  ناسته  ترسره  شوه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۵:۲۹
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ، چې د ياد وزارت مسلکي مرستيال شيخ عبد الرحمان راشد هم شتون درلود،  د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ (UNHCR) د حقوقي ملاتړ مرستيالې آغلې جيليان ټريګس او مل پلاوي سره ناسته ترسره شوه.

آغلې ټرګس خوښي څرګنده کړه، چې اوس په افغانستان کې د کار زمينه برابره ده، او د کارونو سره ليوالتيا هم شتون لري.

نوموړې وويل: مونږ د افغانستان استقلال ته احترام لرو، د يونيسيار اداره يوه غير سياسي اداره ده او خپلو مرستو ته به په بې پرې توګه ادامه ورکړي.

آغلې دغه راز زياته کړه، چې زمونږ د معلوماتو له مخې په ګاونډيو هېوادونو کې زياته برخه افغانان غواړي، چې په خپله خوښخ هېواد ته راستانه شي او دوی ته بايد د تعليم، صحت او نورو او لومړنيو اسانتياوو زمينه برابره شي.

ښاغلي خروټي وويل: د مهاجرت اصلي لامل جنګ پای ته رسيدل، خو د تېرو جګړو او بې عدالتيو له امله د افغانستان هرې برخې ته زيان اووښتی، چې له امله يې علمي بنسټونه هم په مادي او فکري لحاظ زيانمن شوي او له سره غور او سمون ته اړتيا لري.

نوموړي زياته کړه، ملګري ملتوونه دې په کوربه هېوادونو کې مهاجرينو ته د استوګنې د اړين اسنادو برابرولو کې مرسته وکړي ترڅو کډوال له خپلو بنسټيزو حقونو څخه برخمن شي.

مسلکي مرستيال شيخ عبدالرحمان راشد وويل: د ګاونډيو هېوادونو سربېره په ځينو اروپايي هېوادونو کې هم افغان مهاجرين له بنسټيزو حقونو بې برخې دي او يادو  ستونزو ته د رسيدګي لپاره درې اړخيزې او څلور اړخيزې ناستې ډېرې اړينې دي. هغه  زياته کړه، د مهاجرينو چارو وزارت يوه خدمتي اداره ده، چې د يوه مظلوم قشر نمايندګي کوي او د مهاجرينو موضوع بايد له سياست لرې وساتل شي.

راشد له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې له راستنېدونکو افغانانو سره  دومره  مرسته وشي، چې له بيا ميشتېدنې وروسته د کار روزګار زمينه هم ورته برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۲۰:۳۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي عرفات جمال سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې د افغان راستنېدونکو او کډوالو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي عرفات جمال وویل، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړۍوال ګروپ مشرتابه د افغان راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې تر دوو میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت د همکارۍ پينځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوه میلیونه ۱۸ زره  او ۱۴۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت له اپیک انټرنیشنل، انجمن مهاجرین ‌‌دنمارک در افغانستان، تعلیمي و خیریه افغان بازسازي افغانستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین له ترمینال پایتخت کمپ څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې رییس له مل پلاوي سره د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې له ترمینال پایتخت کمپ څخه. . .

بېرته خبرونه ته