د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا له والي مولوي مهرالله حماد سره وکتل

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۵۴
-

ښاغلي مولوي مهرالله حماد، پکتیا ته د ورستنو شویو د وضعیت او ستونزو په اړه محترم مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د ژمي تر رارسېدو وړاند، د مرکز ګردیز په ګډون، په څو ولسوالیو کې د راستنو شویو د ژوند د حالت ارزونه شوې او اړتیاوې یې په ګوته شوې دي.
ښاغلي والي په پکتیا کې د راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د وړانديزونو شریکولو پر مهال وویل، چې په دغه ولایت کې راستانه شوي هېوادوال خوراکي توکو، ژمنیو جامو، خېمو او نغدو پیسو ته اړتیا لري.
نوموړي همدارنګه په پکتیا ولایت کې د کډوالو چارو ته پر وخت رسېدنې په موخه هم وړانديز شریک کړ.
محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا والي ته ښه راغلاست وویل او د راستنو شویو او داخلي بېځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې یې د هغه هڅې وستایلې.
محترم وزیر وویل، چې د ژمي تر رارسېدو وړاندې د کډوالو چارو وزارت لخوا ځینو بېوزلو راستنو شویو ته د مرستو لړۍ پیل شوې او په پاتې سیمو کې به هم پلې شي.
محترم مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه، چې ژر تر ژره به پکتیا ته خېمې او کمپلې ولېږل شي او همدارنګه د خوراکي توکو او نغدي مرستو د چمتو کولو په موخه به له اړوندو ادارو سره همغږي وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۹:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د کاري دفتر په جامع جومات کې د سیرت النبي په مناسبت برنامه ترسره شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کاري دفتر په جامع جومات کې د محمد (ص) د مبارک سیرت په مناسبت برنامه تر سره شوه.
په دغې برنامه کې د مهاجرینو چارو وزیر محترم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۹:۱۱
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال د دویمې ربعې ( غبرګولې، چنګاښ، زمري میاشتو) د راپور لنډيز

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ۱۴۰۵لمریز کال په دویمه ربعه کې د راستنو شویو او بېځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې، له کورنیو او نړۍوالو بنسټونو سره د همکاریو پیاوړتیا او د بشر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې تر ۴۰۰ زرو د زیاتو امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له افغانستان بیا رغونې او ښځو زده‌کړو او د بشري مرستو همغږۍ موسسو سره د ۴۶۴ زره ۸۰۴ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

بېرته خبرونه ته