د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيو ته د مرستو رسولو په نوی ميکانيزم ټينګار وکړ

sadam_morr
شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۶ - ۱۵:۵۹
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيو ته د مرستو رسولو په نوی ميکانيزم ټينګار وکړ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال انجينير احمد ولي حکمي ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له چارواکو سره په ليدنه کې داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيو ته د مرستو رسولو په نوی ميکانيزم د ټينګار ترڅنګ د کډوالو چارو ادارې ودانۍ ګټې اخیستنې، لمریزې برېښنا پروژې پیل کېدو، شیخ مصري ښارګوټې د ځمکې د انتقال او سړک جوړونې او په یو شمیر نورو موضوعاتو بحثونه او خبرې اترې وکړې. ناسته کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د کډوالو چارو وزارت څخه راغلي پلاوی ته د مرستو د وېش په برخه کې د پوره روڼتيا او همکارۍ ډاډ ورکړ. د يادونې ده چې دغه ناسته د روان کال د وږي په ۱۶مه د ننګرهار ولايت په مقام کې تر سره شوه، چې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ، ولسي جرګې غړې ليلما ولي حکمي، کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو رئیس قاري نجیب الله قیومي او یو شمیر نورو هم شتون درلود.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۸
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان بیا رغونې انصاري موسسې سره د ۲۸ زره او ۶۶۸ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په کندهار، هلمند او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۸:۳۸
Background image

په دې ناسته کې چې له ښاغلي برهام صالح او ښاغلي الکساندر ډي کرو سره، د یوناما او د ملګرو ملتونو د ځینو ځايي ادارو مسوولینو هم برخه درلوده د افغان کډوالو پر وضعیت، ستونزو او په راتلونکې کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.


د ناستې په پیل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر برهام صالح د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ملګري ملتونه له افغانانو سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۵:۲۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د پلان او پالیسي، داخلې بېځایه شویو او ښارګوټو خدمتونو ریاستونو ته نوي رییسانو وپېژندل شول

د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د حکم له مخې، د مهاجرینو چارو وزارت مرکزي ریاستونو ته، د مالي او اداري او مسلکي معینانو په شتون کې نوي رییسان وپېژندل شول.
ښاغلي مولوي سید عمر ابرار د. . .

بېرته خبرونه ته