د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د برېښنا شرکت عمومي رئیس ډاکتر عبدالباري عمر په ملتیا له درې تنو بهر میشو افغانانو سره وکتل.

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۳:۳۶
_

دغو بهر میشتو وویل په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د مرستو په راټولولو، علمي او په ټولنیزو چارو کې کار کوي.

یادو میلمنو زیاته کړه چې په بهر کې استوګن افغانان په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي او غربي کمپنۍ هم غواړي چې په افغانستان کې کار وکړي او له شته فرصتونو ګټه پورته کړي.
دغو بهر میشتو هېوادوالو په افغانستان كې د برېښنا، کانونه، ښاري پراختیا او د ګرځندوی سکتور د ودې په حال کې وبلل او په وینا یې چې اسلامي امارت دې اروپايي وګړو ته د افغانستان د ویزې اخیستلو پروسه ساده کړي.

د ناستې پر دوام یادو کسان وړاندېز وکړ چې اسلامي امارت دې په هېواد کې د ظرفیت لوړولو په موخه د مسلکي کسانو له تجربو ګټه واخلي.

محترم مولوي عبدالکبیر راغلو میلمنو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې افغانستان د افغانان شریک کور دی او د اسلامي امارت دروازې د ملت پر مخ پرانیستې دي.

محترم وزير زياته كړه چې اسلامي نظام د دښمنې فکر نه لري او هڅې کوي چې افغانستان په پښو ودریږي او ملت ته د ښه ژوند زمینه برابره کړي.
محترم وزیر څرګنده کړه چې اسلامي امارت له ولسونو سره په اړیکه کې دی له حکومت څخه د رضایت کچه لوړه شوې ده.

د ناستې په پای کې محترم وزیر شریک شوي وړاندېزونه مهم وبلل او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت د خپلو چارو پر مخ بیولو لپاره د افغانانو مشورو ته لومړیتوب ورکوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له ساحوي مشر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( OCHA ) له ساحوي مشر ښاغلی ګلیټ راجر سره وکتل.
په دې لیدنه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره وکتل

 

په دغې ناسته کې، چې په روان زیږدیز کال کې راستنېدونکو ته د اړینو مرستو د رسولو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې، عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت همکارۍ وستایلې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل کې له لسګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د هغو ژمنیو مرستو پر دوام، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر لخوا د اهل خیر کسانو په همکارۍ پیل شوې وې، د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ۸۴ راستنو. . .

بېرته خبرونه ته