د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بېګدلي او د پاکستان له سفیر عبيدالرحمن نظاماني سره وکتل.

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۹:۳۳
_

په دې ناستو کې محترم مولوي عبدالکبیر وویل، ایران او پاکستان د افغانستان دوست او مسلمان ګاونډي هېوادونه دي، چې له همدې امله ګڼ مشترکات لري او زیاته یې کړه چې له کلونو یې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه توب کړی، اسلامي امارت یې منندوی دی او له کوربه هېوادونو هیله لري چې د کډوالو په اړه له زغم او حوصلې څخه کار واخلي.
هغه وویل، په دې وروستیو کې په پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند ډېر شوی، موږ له کوربه هېوادونو غواړو چې د کډوالو نړیوال اصول مراعت کړي او له افغانانو سره انساني او اسلامي چلند وکړي.
محترم وزیر زیاته کړه چې اسلامي امارت د خپل اقتصاد ‌محوره سیاست له مخې د سیمې ثبات، اقتصادي همکاریو او ګډو فرصتونو ته ژمن دی او هیچا ته د ستونزو جوړولو نیت نه لري، بلکې د سیمې له هېوادونو سره د همکاریو پیاوړتیا غواړي.
د ناستې پر دوام محترم مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه، چې اسلامي امارت افغان کډوال هېواد ته راستنېدو ته هڅوي، خو په کور دننه د شرایطو د نه برابرېدو له امله باید کوربه هېوادونه د جبري ایستلو پر ځای د یو منظم او تدریجي میکانیزم له مخې عمل وکړي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د جون تر پایه له پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو ایستل ستونزمن دي، ځکه هغوی نشي کولی خپل ټول ژوند او شتمنۍ په دومره لنډ وخت کې راټولې کړي. نوموړي له کوربه هېوادونو وغوښتل، چې د ګډو میکانیزمونو په اساس دې افغان کډوالو ته وخت ورکړل شي چې په دې برخه کې دوه اړخیزې او درې اړخیزې ناستې اړینې دي.
محترم مولوي عبدالکبیر هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ د جزیي ستونز لپاره دې د خبرو لاره غوره شي، د تورخم بندول، جګړه او تاوتریخوالی یې حل لاره نه ده، په تورخم کې دې له تخریبي عمل ډډه وشي، د تورخم دواړو غاړو ته زرګونه مسافر، ناروغان، جنازې او د سوداګرو مالونه بند پاتې دي نو په دې اړه دې جدي اقدام وشي څو دواړو لورو ته ډېر زیان ونه رسېږي.
په ورته وخت کې، په کابل کې د پاکستان سفیر محترم مولوي عبدالکبیر ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت غوښتنې به په رسمي ډول له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړي. هغه وویل، د پاکستان راتلونکی له افغانستان سره تړلی دی، له همدې امله افغان کډوالو څخه د سیاسي ابزارو په توګه ګټه نا اخلي، بلکې غواړي چې ستونزې د تفاهم له لارې حل شي.
همدارنګه په  کابل کې د ایران سفیر ښاغلي علیرضا بیګدلي وویل، چې د ایران اسلامي جمهوریت له قانوني کډوالو سره د همکارۍ هڅې کوي، خو د ناقانونه کډوالو ستونزې ته باید دایمي حللارې پیدا شي. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان او ایران ښو اړیکو ته په کتو، اړینه ده چې دواړه هېوادونه په ګډه د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وکړي. موږ غواړو چې په ایران کې مېشتو ناقانونه کډوالو ته د اړتیا وړ قانوني اسناد ورکړل شي.
ښاغلي بیګدلي د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې د اسلامي امارت د زعیم، عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو د همکارۍ د پیاوړتیا لامل شي.
په دې ناسته کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د یو شمېر اقداماتو د پیل ژمنې وشوې، او دواړو خواوو ټینګار وکړ، چې د کډوالو مسئله باید د سیاسي مسایلو څخه جلا وساتل شي او د حل لپاره دې عملي ګامونه واخیستل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۳۶
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې نیږدې د ۶۰۰ زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د افغان ښځو د بیا رغونې ټولنې او د افغان ښځو لپاره د ښځو موسسو سره د ۵۹۰ زره او ۵۰۸ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۶
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د کاري پروسو اسانولو یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د روڼتیا زیاتوالي، مراجعینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کاري پروسو اسانولو یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

دغه ورکشاپ د یاد وزارت د مالي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او نړۍوالې ادارې د همکارو بنسټونو ترمنځ ګډه تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په کوربه‌توب د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړۍوالې ادارې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي، د نړۍوالې. . .

بېرته خبرونه ته