د پکتیا د سرحدي آمریت د احاطې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۹:۴۷
_
 
د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ په خرلڅي کې د وږي پر یویشتمه د سرحدي آمریت د احاطې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رییس حاجي محمد علي باور او د ټیکنالوژۍ رییس مفتي مدیر ګل احمدي د چین هېواد د مرستو شویو وسایلو د سپارلو په موخه پکتیا ولایت ته لاړل او د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې یې سرحدي امریت وکاته او د دغه آمریت د احاطې د بنسټ ډبره یې کېښوده.
دغه پلاوي هلته د سرحدي آمریت د غوره خدمتونو د وړاندې کولو پر لارو چارو خبرې وکړې.
دغه راز تللي پلاوي د مهاجرینو بیړنیو ناروغانو ته د خدمتونو لپاره د چین له لوري مرسته شوي یو امبولانس او یو پیکب موټرونه مسولانو ته وسپارل.
د یادونې ده چې د پکتیا ولایت د سرحدي آمریت احاطه د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې کمیسیون د لنډمهاله استوګنې کمېټې په بودیجه جوړېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته