د پناه غوښتونکو مرستيالې د بشر حقونو په ناسته کې چې په بهرنيو چارو وزارت کې جوړه شوې وه د اروپايي ټولنې او افغان حکومت ترمنځ د ښې حکومتولۍ او کډوالۍ په اړه خبرې اترې وکړې
د کډوالو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټرې عالمې د تېرې پنجشنبې په ورځ د عويي په ۱۹مه د بشر حقونو په ناسته کې، چې د ښې حکومتولۍ او کډوالۍ په اړه په بهرنيو چارو وزارت کې جوړه شوې وه، پکې د اروپايي ټولنې لوړپوړو چارواکو سره کډوالو او بېځايه شوو او پناه غوښتونکو دموضوعاتو په اړه خبرې وکړې وی ويل: افغانستان د نړۍ يو له جګړه ځپلو هېوادونو څخه دی. د فلسطين له شخړې وروسته افغانستان په معاصر تاريخ کې د جنګ اوږده مخينه لري. د جنګ لومړني قربانيان پناه غوښتونکي، کډوال او بېځايه شوي دي.
له همدې امله افغانستان په نړۍ کې بې شمېره کډوال لري، چې په هغه کې د هغو هېوادونو په لومړۍ کټګورۍ کې شامل دی چې پناه غوښتونکي يې ګاونډيو هېوادونو، اروپا، امريکامتحده ايالاتو، آستراليا، او په جنوبي آسيا او منځني ختيځ کې ځينو هېوادونو ته راغلي دي.
د پناه غوښتونکو مرسيالې زياته کړه، چې د کډوالو چارو وزارت په ځانګړي توګه د پناه غوښتونکو معينيت پاملرنه د بشري ارزښتونو په اساس ده، چې زموږ نمونوي پالېسۍ جوړونه د ستراتېژۍ طرحه او اجرايوي ميکانيزم د کډوالو، پناه غوښتونکو او بېځايه شوو دبشري حقونو په ملاتړ رامنځ ته شوې.
د پناه غوښتونکو د استراتېژۍ ميکانيزم دبشر حقونو او پناه غوښتونکو دحقونو ترمنځ د يو ارزښتناکه پل په توګه رامنځ ته کو. په همدې اساس بشرحقونه موږ په ملي او نړيوالو پروګرامونو کې د اساسي شرط په توګه غوره کړي، له ملي او نړيوالو بنسټونو او هېوادونو سره ګډ هوکړه ليکونه او اعلامې د بشر حقونو ارزښت ته په پام سره ترسره شوي.
موږ د کورنيو او بهرنيو متخصصينو په مرسته تحليلونه او حقوقي کره کتنې د بشري حقونو او نړيوالو قوانينو د ارزښتونو پر بنسټ وړاندې کو او د دې تحليلونو له لارې موږ خپل وړاندېزونه ملي او نړيوالو ادارو ته هم وړاندې کو.
نا ويلي دې نه وي چې د پناه غوښتنې او بېځايه کېدنې دبحران لمن ډېره پراخه ده، چې ډېر او ګډ کار ته اړتيا لري.
له اروپايي او د سيمې هېوادونو سره د کډوالۍ پديدې ګډ مديريت:
- اروپايي هېوادونه د اورپايي ټولنې مهمه برخه ده او په نړۍ کې دبشر حقونو ټولنيزه ساتنه ده.
اروپايي ټولنه د نړۍ تر ټولو معتبر سازمان په توګه په افغانستان کې دپناه غوښتونکو او کډوالو بشري حقونو ته خوار سياسي ژمنتيا لري.
ددې ټولنې رسمي او مدني بنسټونه دکډوالۍ دکړکېچ او په هېواد کې دکډوالو يو لوی ملاتړ ي دي. کډوالو چارو وزارت او په ځانګړي توګه دکډوالۍ اداره د اروپايي ټولنې سره ستراتېژيکه ملګرتيا لري.
د يادولو وړ ده چې په ۲۰۱۸ کال کې ۲۸۰۵ تنه هېواد ته راستانه شوي، چې له دې جملي ۸۱۹ تنه يې په جبري توګه او ۱۹۸۶ تنه يې په خپله خوښه راغلي دي.
۱- ايران: دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کوي، چې له ايران سره خبرې اترې او دکډوالو او پناه غوښتونکو په برخه کې تخصصي غوښتنې د نړيوالو منل شوو ارزښتونو پر بنسټ حل کړي.
په ۱۳۹۷ کال کې د افغانستان او ايران خبرې اترې د دواړو هېوادونو د ګډې طرحې او د درې اړخيزو او څلور اړخيزو ناستو په اډانه او دسيمه اييزو حل لارو په کمېټه کې دبې اسناده افغان کډوالو ثبت او راجسر، دسفر جواز، روغتيايي بيمه، د زده کړې حق، د موټرچلونې جواز او هلته د اسناد لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو په اړه د ايران هېواد، سره خبرې اترې لرلې، چې په پايله کې يې لاندې لاسته راوړنې لاس ته راغلي:
• د (۴۵۰) زره کسانو د پاسپورت دمودې غځول.
• د (۹۵۰۰۰) زره پناه غوښتونکو دکارتونو دمودې غځول.
• د ايران په ښونځيو کې (۲۴۰۰۰) بې اسناده ماشومانو شاملېدل، چې په ټوله کې د بې اسناده ماشومانو شمېر ۱۰۲۰۰۰ تنو ته رسيږي. ددې سربېره د هغه هېواد په ښوونځيو کې ۳۶۰۰۰۰ ماشومان چې دکډوالۍ قانوني اسناد لري په ښوونځيو کې شامل دي.
• ( ۳۰۰۰۰۰) زره افغان کډوالو ته د روغتيايي بيمې زمينه برابرول.
• د ايران ويزو اخيستلو لپاره د ۳۰۰ ايرو د ضمانت لرې کول.
• افغانستان ته د تګ راتګ پرمهال د کډوالۍ سند د نه مستردلو د هوکړې عملي کول، چې تر اوسه نه دي عملي شوي.
• سعودي عربستان ته د دحج فريضې اداکولو په موخه د ۱۴۵ افغان کډوالو لېږل.
• په ايران کې د مېشتو بې اسناده افغان کډوالو د قانوني کېدو په موخه دهغوی نومليکنه چې تر اوسه ۸۰۰ زره کسان ثبت او راجستر شوي.
• دپېژندپاڼو او ډيجټلي پاسپورتونو دوېش دپروګرام پيل،چې تر اوسه ۵۴۳۸۵۸ جلده پاسپورتونه او ۱۲۵۹۹ جلنده پېژندپاڼې افغان کډوالو ته وېشل شوي،چې ۲۶۵۵۵ تنه دپاسپورته اخيستلو لپاره ثبت شوي او ۳۲۳۰۴ جلده پېژندپاڼې تائيد شوې دي .
• د جمهور رئيس دحکم پر اساس د ډالرو په مقابل کې د ايراني پيسو د راټيټېدلو له امله په ايران کې دمېشت افغان کډوالو لپاره دافغانستان د پاسپورتونو دقيمت راټيټول.
2.پاکستان: پاکستان موږ ته د کډوالۍ مديريت په برخه کې د اصلي محور په توګه ځای لري موږ هڅه کوو چې د کډوالۍ او پناه غوښتنې په برخه کې سياسي فشارونه زموږ مسوليتونه او ژمنې اغېزمنې نه کړي.
له همدې امله موږ هڅه کړې، چې د تخصصي څېړنې برخه پراختيا ومومي ترڅو موږ وکولای شوچې پرخپلې سيمه اييزې تخصصي ژبې خبرې وکړو.
تېرکال موږ دکډوالۍ نړيوال سپوزيم جوړ کړی و. د سيمې د ټولو هېوادونو په ځانګړي توګه ايران او پاکستان څخه مو متخصصين راغوښتي و، ترڅو خپلې څېړنې له موږ سره شريکي کړي. بايد وويل شي چې دغه ننګونې د کډوالو چارو وزارت او د هغه هېواد دبهرنيو چارو وزارت همغږۍ ته اړتيا لري. ۲۰۱۸ کال کې له ۳۲۷۰۰ څخه زيات افغانان له پاکسانه راستانه شوي.
له پاکستان سره د کډوالو چارو وزارت د درې اړدخيزه و څلور اړخيزه ناستو او دافغانستان او پاکستان دسولې دخبرو اترو په اډانه کې افغان کډوالو ته د ACC کارتونو وېش په جبري توګه دهغوی دويستلو او دهغوی دزورونې څخه دمخنيوي او دافغان راستنېدونکود مديريت پرسره خبرې اترې شوي، چې لاندې لاسته راوړنې له ځان سره لري:
په پاکستان کې بې اسناده افغان کډوالو ته دثبت او راجستر زميني برابرول.
له پاکستان سره دوه اړخيزه خبرې اترې ددې لامل شوي چې د کډوالو چارو وزارت په تاريخ کې لومړي ځل لپاره په پاکستان کې بې اسناده هېوادوال د هويت پېژندنې لپاره ثبت او راجستر شوي. په دغه بهير کې له ۸۰۰۰۰۰ زيات افغانان د هويت پېژندنې له ثبت وروسته د (ACC Afghan Citizen) کارتونو لرونکي شي، چې تر اوسه ۳۵۰۰۰۰ تنو ياد کارتونه تر لاسه کړي.
• د ۲۰۱۹ کال دجون ترمياشتې پورې د ۱.۴ ميليونو افغان کډولو دپناغوښتنې دکارتونو دمودې غځېدل.
• د پاکستان له لوري دکډوالۍ ښکارندې (پديدې) سره سياسي برخورد نه کول.
• د ۳۵۰۰۰۰ وېشل شوو (ACC) کارتونو سربېره د دغه بهري دويم ځلي پيل.
• سعودي عربستان ته دحج دفريضي د اداکولو لپاره د ۱۴۵ تنه افغان کډوالو لېږل.
• په ۱۳۹۷ کال کې په پاکستان کې د پاسپورتونو دقيمت راټيټول.
۳- ترکيه: له ترکيې هېواد سره په خپله خوښه راستنېدنې بهيردمديريت تنظيم او له جبري ويستلو څخه دمخنيوي په موخه څلور ځله خبرې اترې شوي او دکډوالو د ګډ مديريت په موخه ددواړو هېوادونو ترمنځ لومړنی سند برابر شوی.
په پام کې ده چې هم مهاله دکډوالۍ د اعلامې په لاسليک سره له ترکيې هېواد سره د کډوالۍ يو هوکړه ليک چې د ويزې اسانتياوې برکې نيسي او هغه هېواد ته دګارګرو دقانوني لېږد يو بل هوکړه ليک هم ددواړو هېوادنو ترمنځ لاسليک شي.
دکډوالو چارو وزارت دکډوالو وضعيت ته دښې رسېدنې په موخه انقرې ته د کډوالو اتشه لېږلې او په ۱۳۹۷ کال کې له هغه هېواده ۳۸۳۵۹ تنه هېواد ته راستانه شوي.
