د وزارت مسلکي مرستيال غزني ولايت ته سفر وکړ

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۳:۳۲
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشداود لنډ مهاله استوګنې کمېټې رئيس د ليندۍ په ۱۲مه غزني ولايت ته سفر وکړ.

ښاغلي راشد د غزني ولايت له مسؤلينو سره لېدنه وکړه او له پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو د وضعيت ارزونه يې وکړه.

ده همداراز له اړونده مسؤلينو څخه غوښتنه وکړه، تر څو اجباري راستنېدونکو ته د مرستو رسول خپل لومړيتوب وګرځوي او دوي ته د رسېدنې په موخه همکارو ادارو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړې.

ښاغلي راشد همدارنګه ددې ولايت له امنيه قوماندان سره ناسته لرله، هغه له اړونده ادارو سره د اجباري راستنېدونکو د امنيت د ټېنګښت په اړه له خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۳:۱۸
Background image

مسلکي مرستیال د مهاجرت نړیوال سازمان د بې ځایه شویو د څارنې د پروګرام له مسول سره ولیدل

د مهاجرینو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په افغانستان کې د مهاجرت د نړیوال سازمان څارنې پروګرام (DTM) له رییس ښاغلي یاسین الحمداني سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل.

مسلکي مرستیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۲۰:۲۸
Background image

د وزارت مسلکي مرستیال او د غزني ولایت امنیه قوماندان لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د غزني ولایت له امنیه قومندان مولوي مخدوم محمد عالم رباني او مل پلاوي سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۲۰:۲۸
Background image

د مهاجرینو په وزارت کې د بې ځایه شویو د لېږد په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

خپلو اصلي ځايونو ته د بې ځايه شويو کسانو د لېږد د همغږۍ ناسته د مهاجرت نړيوال سازمان د استازو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي په شتون کې د داخلي بې ځايه. . .

بېرته خبرونه ته