د وزارت مالي او اداري معین، د Nove onlus  ایټالیايي مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۳:۱
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین الحاج محمد ارسلاح خروټي نن په خپل کاري دفتر کې د ایټالیايي مؤسسې له عمومي رئیسې آغلې سوسانا فیورتي او د بورډ له غړي ښاغلي سزویزو سویره سره  په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو له پاکستان څخه په جبري توګه راستنېدونکو افغانانو ته د دغې ادارې د مرستو او خدمتونو د وړاندې کولو په باب خبرې وکړې.

ښاغلي خروټي د يادې مؤسسې له لوري د مرستو د پيل ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې دغه مرستې بايد د ضرورت او اړتيا له مخې وي، نړۍوال بنسټونه او مؤسسې په دې سختو او دشوارو شرايطو کې چې افغان مهاجرین ور سره مخ دي، د نورمال وخت په پرتله زياتې مرستې وکړي.

مالي او اداري معین وویل: له مهاجرینو سره باید د سیاسي وسیلې په توګه چلند ونشي، باید له هغوی سره د بشري حقونو او انساني وجیبو له مخې چلند وشي.

آغلې سوسانا فیورتی د جبري راستنېدونکو له پاره د یادې ادارې د ملاتړ او مرستې ډاډ ورکړ او ویې ویل: چې موږ به له یو بل سره په همغږۍ او همکارۍ کار وکړو.

په دې کتنه کې د وزارت راستنېدو ته د هڅونې رئيس مولوي محمد جان خدرخېل هم حضور درلود.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۴:۴۷
Background image

د وزارت مسلکي مرستیال د سرپل والي سره ولیدل

د وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د سرپل ولایت والي ظریف مظفري سره ولیدل.
مسلکي مرستیال د مهاجرینو ستونزې ښاغلي مظفري سره شریکې کړې او ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د دغه ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۴:۳۶
Background image

د وزارت مسلکي مرستیال د سرپل د مهاجرینو آمر سره وکتل

د وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د سرپل ولایت د مهاجرینو چارو آمر عبدالسلام هاشمي سره وکتل.
مسلکي مرستیال دغه ولایت ته د خپل سفر موخې له ښاغلي هاشمي سره شریکې کړې او د هغې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۴:۳۵
Background image

د وزارت مسلکي مرستیال د سرپل له امنیې قومندان سره وکتل

 
د وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د سرپل ولایت له امنیې قومندان مولوي عبدالبصیر مضحاري سره وکتل.
په دې کتنه کې مسلکي مرستیال د خپل سفر موخې، د مهاجرینو ستونزې او د دوی غصب. . .

بېرته خبرونه ته