د هېواد په پولو او فرضي کرښو کې د تلونکو او راتلونکو افغانانو د شمېر د خپراوي په اړه ګډه ناسته وشوه.

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۲۰:۴۶
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس قاري محمد اجمل ویاړ په مشرۍ د مهاجرت نړیوال سازمان له لوري د هېواد په پولو او فرضي کرښو کې د تلونکو او راتلونکو افغانانو د خپاره شوي شمېر په اړه ګډه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د وزارت ځینو مرکزي رییسانو، د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت استازو، د استخباراتو عمومي ریاست، د کورنیو چارو وزارت او د احصایې ملي ادارې استازو ګډون کړی و.
د وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمودالحق احدي د ناستې ګډونوالو ته د مهاجرت نړیوال سازمان د فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د ناستې ګډونوالو د دغې موضوع په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د هېواد په پولو او فرضي کرښو کې د افغان مهاجرینو د تګ او راتګ د شمېر خپرول باید د اسلامي امارت له اصولو او قوانینو سره برابر وي.
دغه راز تشکيل او ميکانيزم دې ترتيب شي، ستونزې دې تشخيص شي او موضوع دې د اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکه شي او اړوندې دولتي ادارې دې د مهاجرينو چارو وزارت سره ګډه همکاري وکړي.
او د لا روښانتیا لپاره دې دا موضوع په راتلونکې ناسته کې د مهاجرت نړیوال سازمان له استازي سره هم شریکه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته