د هېواد د ۳۴ ولایتونو د مهاجرینو ریاستونو له مسولینو سره د انلاین ناستو لړۍ پیل شوه.
 
              د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني د هلمند ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو له رییس مولوي الله داد انقیادي سره نن سه شنبه د کب ۱۴ مه پر انلاین خبرو د انلاین ناستو لړۍ پیل کړه.
په دې خبرو کې ښاغلي انقیادي بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو ته تر سره شوي خدمتونه، له هغو سره شوې مرستې او د راستنېدونکو ستونزې د وزارت له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او د چټکتیا او روڼتیا په اړه یې خپل ډاډ څرګند کړ.
د وزارت سرپرست په چارو کې پر لازیاتې روڼتیا او همغږۍ ټینګار وکړ او په راتلونکي کې یې د یاد ریاست د ستونزو د هواري ډاډ ورکړ.
دغه راز ښاغلي حقاني په اداري چارو کې پر اخلاص، اطاعت، د کاري بهیر پر چټکتیا، د شریعت پابندي او نورو اړینو اصلاحاتو پر رامنځته کولو ټینکار وکړ.
په پام کې ده، چې د مهاجرینو وزارت سرپرست وزیر به د چارو د ښه والي په موخه، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د دویمو واحدونو له رییسانو سره په انلاین ډول ناستې وکړي.
