د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۰ - ۱۱:۵۷
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د رفاه او د معلولیت د روغتیا او پرمختک له موسسو سره د ۲ سوه، ۲۲ زره او ۲۷۲ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د دې هوکړه ليکونو له مخې، د معلولینو د روغتيا او پرمختګ موسسه به ١٤٩ زره ٩٧٧ امريکايي ډالره ٢٩١ کورنيو ته د خوراکي توکو د مرستې په برخه کې او د رفاه لار موسسه به په هرات ولایت کې د مهاجرینو او بېځایه شویو لپاره د حرفوي زدکړو په برخه کې ٧٢ زره افغانۍ لګوي، چې ۱۹۰۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
دا هوکړه ليکونه د وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د دغو موسسو د استازو له لوري لاسليک شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د کډوالو چارو وزارت مسلکي معین د ژغورنې نړۍوالې کمېټې (IRC) له مرستیال سره ولیدل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم مولوي عبدالرحمن راشد د ژغورنې نړۍوالې کمېټې مرستیال او د برنامو رییس ښاغلي بوستان فهیم سره ولیدل.
ښاغلي راشد د یادې کمېټې د مرستو پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۴۴
Background image

د کډوالو وزارت او د ملګرو ملتونو دفترونو د استازو تر منځ ګډه ناسته وشوه

د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د مسلکي معین الحاج عبدالرحمن راشد په مشرۍ د ملګرو ملتونو د دفترونو له استازو سره ګډه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د وزارت د پلان او پالیسۍ، د داخلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۸:۴۸
Background image

د چین له لوري د بشري مرستو دویمه جوپه د کډوالو چارو وزارت ته وسپارل شوه.

د مرستو دغه جوپه، چې ۱۵۶ فابریکه یي کورونه پکې شامل دي، د چین لخوا د ۱۰۰ میلیونه چینایي ینو مرستې دویمه برخه ده، چې اوله یې پخوا یاد وزارت ته سپارل شوې وه.
د دغو مرستو د تسلیمولو پر. . .

بېرته خبرونه ته