د ننګرهار ولایت مهاجرینو رییس د مهاجرینو چارو له وزیر سره ولیدل.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۳:۲۴
-

د ننګرهار ولایت مهاجرینو رییس حاجي بازمحمد عبدالرحمن، د تلې په ۲۴ مه نېټه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره ولیدل.

په دې لیدنه کې چې د ننګرهار ولایت مخکیني مرستیال والي مولوي سید احمد بنوري هم ګډون درلود، د مهاجرینو رییس د مهاجرینو وضعیت، فعالیت، بشپړ شویو پلانونو او د مهاجرینو او راستنېدونکو سره د مرستو په تړاو له ښاغلي حقاني سره معلومات شریک کړل او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي حقاني د نوموړي له خدمتونو ستاینه وکړه او د یاد ولایت مهاجرینو رییس ته یې د ستونزو حل په برخه کې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته