د ننګرهار د مهاجرینو چارو رییس د مهاجرینو چارو له وزیر سره ولیدل

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۹:۵۳
-

د ننګرهار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس  حاجي باﺯ محمد عبدالرحمٰن د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وﺯير الحاج خليل الرحمن حقاني سره وليدل.
په دې ليدنه کې د ننګرهار د مهاجرینو چارو رییس له ښاغلي حقاني سره د ترسره شويو فعالیتونو، راستنېدونکو مهاجرینو سره په مرستو، په تورخم فرضې کرښه کې په شته سهولتونو، ترسره شویو خدمتونو او د ځینو ستونزو په اړه بشپړ معلومات شريک کړل.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وﺯير د نوموړي د ترسره شويو خدمتونو ستاينه وکړه او په چارو کې يې پر روڼتیا، راستنېدونکو مهاجرینو ته پر سهولتونو او پر لا نورو خدمتونو ټینګار وکړ.
دغه راز ښاغلي حقاني د ننګرهار د مهاجرینو چارو رییس ته په ځینو برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې او د شته ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۱۴:۵۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت نوی مالي او اداري مرستیال معرفي شو

 د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم له مخې، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ښوونې او روزنې پخوانی رییس مولوي کلیم الرحمن د چارو د ادارې د عمومي رییس شیخ نورالحق انور له لوري د. . .

جمعه ۱۴۰۳/۴/۲۹ - ۲۰:۶
Background image

د مهاجرینو لپاره د چین لخوا مرسته شوي توکي د تورخم مسولینو ته وسپارل شول

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني له لورې د داخلي بېځایه شویو او راستنېدونکو مهاجرینو د بیا میشتولو لپاره د چین حکومت لخوا مرسته شوي اته عراده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۲۰:۶
Background image

ننګرهار: د مهاجرینو چارو وزیر د سرخرود ولسوالۍ له طوفان ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني، چې د ننګرهار ولایت مرستیال او د وزارت یوشمېر رئیسانو یې ملتیا کوله د ننګرهار ولایت، سرخرود ولسوالۍ اړوند د طوفان له امله. . .

بېرته خبرونه ته