د مهاجرینو چارو وزیر د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا ننګرهار ولایت ته سفر وکړ
 
              د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر مولوي نور الله نوري او د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو او اوبو لګولو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان د کانال اړوند د ځمکو د تصفیې او پکې میشتو بېځایه شویو کورنیو د سرنوشت ټاکلو په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ
یاد پلاوي په ننګرهار ولایت کې د اړوندو ریاستونو له رئیسانو سره ولیدل او د یادې موضوع په هکله ابتدایي خبرې وشوې
په ناسته کې د سرحدونو او قبایلو وزیر وویل، یاد پلاوی د مهاجرینو د عالي کمېسیون د پریکړې له مخې راغلی او هدف یې د کانال په ځمکو د میشتو بېځایه شویو د سرپناه او سرنوشت په هکله تصمیم نیول دي
د مهاجرینو چارو وزیر وویل، اسلامي امارت د ټولو افغانانو پروړاندې مسؤل او ژمن دی، چې ددولت او ملت ټولو حقوقو او ستونزو په پام کې نیولو سره بې سرپناه او بې سرنوشتو کورنیو ته د کور او کار جوړولو زمینه برابره کړي
