د مهاجرینو چارو وزیر د لوګر ولایت له والي او امنیه قوماندان سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني لوګر ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په جلا جلا ناستو کې ددغه ولایت له والي مولوي ضیاء الرحمان مدني او امنیه قوماندان مولوي محمد الدین شاه مخبت سره ولیدل
په دغو ناستو کې په لوګر ولایت کې د راستنو شوو مهاجرینو او داخلي بېځایه شویو په ستونزو، هغوی ته د استوګنې، امنیت، اقتصادي ملاتړ او نورو برخو کې د خدماتو وړاندې کولو په تړاو خبرې وشوې