د مهاجرینو چارو وزیر او د ازموینو ملي ادارې رییس سره ولیدل

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۲۰:۹
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د ازموینو ملي ادارې له رییس شیخ عبدالباقي حقاني سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د کانکور ازموينو د پیل او د مهاجرينو لپاره د ازموينې په بهير کې د ګډون، جذب او اسانتيا په اړه خبرې وشوې.
د ازموينو ملي ادارې رييس د مهاجرینو وزارت د کارونو ستاینه وکړه او د مهاجرينو لپاره د زده کړو د زمينې په برابرولو کې یې د دغې ادارې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د مهاجرینو چارو وزیر ښاغلي حقاني د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د زده کړو په برخه کې د فرصتونو رامنځته کولو لپاره پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته