د مهاجرینو چارو وزیر: الله تعالی دې موږ ته پر اسلامي احکامو د ښه پوهاوي وس راکړي

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۸:۵۵
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د ماسپښین له لمانځه وروسته د وزارت کارکوونکو ته په خطاب کې وویل: لمونځ یو الهي فریضه ده، چې په ژوند کې له ایمان وروسته ځانګړی او اړینه ده چې پر شرایطو یې پوه شو.
هغه دغه راز په جماعت سره د لمانځه پر ادا کولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه: د اسلام تر ټولو مهم شرعي حکم لمونځ دی، الله تعالی دې موږ ته پر اسلامي احکامو د ښه پوهاوي وس راکړي چې د دنیا او اخرت بریالیتوب مو په برخه شي او له غرور او تکبر څخه مو وساتي.
دغه راز د ښاغلي حقاني له لوري سپارښتنه وشوه، چې دا فریضه دې په جماعت سره په جومات کې ادا شي

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته