د مهاجرینو چارو وزارت مرستیال د (UNHCR) ادارې له عالي کمشنر سره ناسته وکړه
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې له عالي کمشنر ښاغلي فلیپو ګراندي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل
په دغه ناسته کې د مهاجرینو او داخلي بې ځایه شوو په ستونزو او مشکلاتو خبرې وشوې
ښاغلي خروټي د یونیسیار ادارې له مرستو او همکاریو مننه وکړه او وویل: بشري مرستې باید داسې تنظیم شي چې د خلکو په ژوند کې تغیر راولي او پخپلو پښو ودریږي نوموړي زیاته کړه هغه لګښتونه چې نړیوال یې هلته په مهاجرینو کوي، که د هغې لسمه برخه په داخل افغانستان کې وکړي دواړو لپاره به ښه وي
ښاغلي ګراندي خوښي څرګنده کړه، چې د مهاجرینو چارو وزارت پخپلو کارونو کې جدي دی نوموړي وویل: ملګري ملتونه په دې هڅه کې دي، چې افغانستان یو بین المللي حیثیت ولري او مونږ دې هڅو ته دوام ورکوو
هغه دغه راز وویل، په تیر نظام کې فساد او بې عدالتي لویه ستونزه وه، اوس چې فساد نشته نو دا یو ډېر ښه پیغام دی
دواړو لورو ټینګار وکړ، چې د مهاجرینو او داخلي بې ځایه شوو په ځای پرځای کولو کې به په ګډه کار کوي
