د مهاجرینو چارو وزارت او روغتیاوزارت تر منځ د همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د روغتیا وزارت ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهمنامه ددغه وزارتونو د سرپرستو وزیرانو الحاج خلیل الرحمان حق اني او ډاکټر قلندر عباد له لورې لاسلیک شوه
راستنېدونکو او داخلي بېځایه شوو ته د صعب العلاج امراضو تداوي، د داخلي بېځایه شوو په میشت ځایونو کې د صحي مرکزونو او ګرځنده کلینیکونو پرانستل او زیاتول او د روغتیایي او وقایوي عامه پوهاوي پروګرامونه پر لار اچول ددغه تفاهمنامې عمده ټکي وو
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر دغه تفاهم نامه د هېواد او هېوادوالو په ګټه وبلله او د روغتیا له وزیر ښاغلي قلندر عباد څخه یې مننه وکړه، چې د مهاجرینو او داخلي بېځایه شوو په برخه کې یې د همکارۍ ټټر ووهه