د مهاجرینو چارو وزارت او د قطر سرې میاشتې ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۵:۲۱
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او په کابل کې د قطر سرې میاشتې ادارې ترمنځ د وزارت د پلان او پالیسۍ ریییس مولوي محمودالحق احدي په مشرۍ تخنیکي ناسته وشوه.
په دې ناسته کې په کابل کې د قطر د سرې میاشتې رییس ښاغلي ابو مصطفی او د وزارت ځینو رییسانو برخه اخیستې وه او په پکتیا کې د قطر د سرې میاشتې له لوري د بې ځایه شویو، راستنو شویو او مستحقو کورنیو لپاره د سرپنا د جوړولو، کیفیت او معیاري کېدو په اړه چې مخکې هم ورباندې بحث شوی و، خبرې وشوې.
ښاغلي مصطفوي د وزارت د وړاندیزونو د عملي کولو له ژمنې سره زیاته یې کړه، چې دا موضوع به د هغه هېواد له مشرتابه سره شریکه کړو او په اړه به یې کار وکړو.
د وزارت د پلان او پالیسۍ رییس د قطر د سرې میاشتې له مرستې او ښه نیت څخه مننه وکړه او د هر اړخیزو همکاریو ډاډ یې ورکړ.
ټاکل شوې چې د قطر د سرې میاشتې اداره په پکتیا ولایت کې د بې ځایه شویو، راستنو شویو او مستحقو کورنیو لپاره لسګونه سرپناوې جوړې کړي، چې ۲ خونې، یو پخلنځی، یو دهلیز او یو تشناب به ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر له مرستیال سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد نن چهارشنبه د چنګاښ په ۲۴مه د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر(UNDP) له مرستیال سره ولیدل.
د دغې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۱۸
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکی معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه معلوماتي ناسته وشوه.
دغه ناسته د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عدلیې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د هند سفارت د راستنېدونکو لپاره تر زرو زیاتو خېمو مرسته وکړه

له افغانستان سره د مرستو پر دوام د هند هېواد سفارت د روانې میاشتې په ۲۲مه له مهاجرینو چارو وزارت سره د راستنېدونکو د لومړیو اړتیاوو پوره کولو په موخه د شاوخوا ۲۲ میلیونو او ۶۰۵ زره. . .

بېرته خبرونه ته