د مهاجرینو چارو وزارت اداري ناسته وشوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۱۵
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت پنځلسمه اونیزه اداري ناسته د وزارت وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ، د مالي او اداري مرستیال، مرکزي رییسانو او آمرانو په شتون کې وشوه.
ناسته د څښتن تعالی د پاک کلام د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه او په پیل شوه او د تېرې ناستې د پرېکړو په تعقیب د خوست ولایت وچه خوري سیمې د راستنېدونکو د کورونو د کرایې، د چارو لویې ادارې له لوري مهاجرینو وزارت سره د مرسته شويو وسایلو او اجناسو راټولول او قیدول او پر نورو مهمو مسایلو خبرې وشوې.
ښاغلي حقاني د ورځنيو کارونو د لا ښه ترسره کولو برخه کې پر چټکتیا ټینګار وکړ او مسولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته