د مهاجرینو وزارت مسلکی معین د فاریاب ولایت خیبر ولسوالۍ له سیلاب ځپلي کلي لیدنه وکړه.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۴
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین فاریاب ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت خیبر ولسوالۍ حیدري خان کلي څخه د تلې په ۳ مه نېټه لیدنه وکړه.

یاد کلي څو میاشتې وړاندې د سختو ورښتونو له امله زیانمن شوی و، چې له امله یې ۲۵ کورونه، یو جومات، ۵ دوکانونه کرنیزه ځمکه تخریب او مالونه هم مړه شوي و، چې اوس د یاد کلي اوسېدونکې له خپل اصلي ځای لرې په بله سیمه کې ژوند تېروي.

یاد کلي اوسېدونکو د ښاغلي راشد سره په لیدنه کې له اسلامي امارت په ځانګړې توګه د مهاجرینو وزارت څخه د سرپناوو جوړولو او بشري مرستو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

بل لورته مسلکي معین د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته