د مهاجرینو لپاره د چین لخوا مرسته شوي توکي د تورخم مسولینو ته وسپارل شول

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۳/۴/۲۹ - ۲۰:۶
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني له لورې د داخلي بېځایه شویو او راستنېدونکو مهاجرینو د بیا میشتولو لپاره د چین حکومت لخوا مرسته شوي اته عراده امبولانسونه، د اوبو ټانکرونه، پیکپ موټرې او یو شمېر خېمې د ننګرهار ولایت د مرستیال والي په شتون کې د تورخم اړوندو مسولینو ته وسپارل شول
په ورته مهال د مهاجرینو چارو سرپرست د تورخم اړوند عمري لنډمهاله کمپ، د مهاجرینو چارو له آمریت او همدا راز هلته د موجودو همکارو موسساتو له مختلفو شعبو څخه هم لیدنه وکړه
ښاغلي حقاني په دغه لیدنه کې د کاري کمېټو چارې وارزولې، ددوی ستونزې او وړاندیزونه یې له نږدې واورېدل او د کارونو د روڼتیا او چټکتیا لپاره یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې
د یادونې وړ ده، چې په ننګرهار کې د وروستي طوفان له امله عمري کمپ هم ډېر زیان لیدلی، چې د بیا اساسي جوړولو لپاره یې د مهاجرینو چارو وزیر هوډ څرګند کړ

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۲۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ته د سفر په لړ کې دغه ولایت ته د ورستنو شویو هېوادوالو له استازو سره وکتل او له لسګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره یې نغدي مرسته وکړه

د خوست د کډوالو چارو ریاست مقام ته د وربلل شویو راستنو شویو په ناسته کې، محترم مولوي عبدالکبیر راستنو شویو هېوادوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې افغانان د دین او د هېواد د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۱:۵۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جهادي مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د خوست د جهادي مدرسې د دستاربندۍ په غونډه کې د خوست پر سیمه ییزو چارواکو سربېره، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخندزاده، د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو معینانو، د اسلامي امارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۱:۱۵
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د خوست په شمل دوه منده ولسوالۍ په مقام کې د لویې پکتیا د ځدراڼو له قومي مخورو او علماوو سره وکتل.

په دې ناسته کې د خوست، پکتیا او پکتیکا د اتو ولسوالیو د ګڼ شمېر ځدراڼو قومي مخورو او علماوو تر څنګ د خوست د جهادي مدرسې مهتمم شیخ افضل حسین هم ګډون کړی و.

 حاضرو مشرانو د کډوالو چارو د. . .

بېرته خبرونه ته