د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدو عالي کمیسیون غونډه ترسره شوه

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۲۰:۲۷
ـ

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي صاحب عبد السلام حنفي په مشرۍ له بهرنیو هیوادونو څخه په اجباري توګه د را اېستونکو مهاجرینو ستونزو ته د رسیدو عالي کمیسیون نن له غرمې وروسته مهمه غونډه وکړه.
په دغه ناسته کې د بېلا بېلو کمېټو د فعالیتونو ساحه تعیین او هره کمېټه موظفه شوه؛ تر څو خپلې اړوندې چارې په عاجله توګه تنظیم او په خپلو دندو پیل وکړي.
دغه راز په غونډه کې له را ستنېدونکو مهاجرینو سره د اسلامي امارت د امکاناتو په محدوده کې د مرستو برابرولو او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.
جلسه کمیسیون عالی رسیدگی به مشکلات مهاجرین، تدویر یافت 
جلسه کمیسیون عالی رسیدگی به مشکلات مهاجرین افغان که بطور اجباری از کشورهای خارجی باز می گردند، بعد از ظهر امروز تحت ریاست محترم مولوی عبدالسلام حنفی معاون اداری ریاست الوزراء امارت اسلامی افغانستان برگزار گردید.
در این جلسه ساحات فعالیت های کمیته های مختلف مشخص گردید و هر کمیته موظف شد تا امور مربوطه خویش را به گونه عاجل تنظیم نموده و وظیفه خود را آغاز کند.
همچنان در جلسه در مورد‌ فراهم نمودن همکاری با مهاجرین عودت کننده در محدوده امکانات امارت اسلامی و شماری از موضوعات دیگر تصامیم لازم اتخاذ گردید.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د افغانستان ښځو ټولنیزو خدمتونو موسسې سره د ۷۳ زره او ۱۲۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په هرات کې ۳۶۰ زره. . .

بېرته خبرونه ته