د مهاجرینو د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه وشوه

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۷ - ۲۰:۴۵
morr

 

نن شنبه ۲۷ لیندۍ/۱۴ جمادى الأولى ۱۴۴۳

دغه غونډه د مهاجرینو چارو وزارت له لورې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ترسره شوه، چې د ا. ا. ا. یوشمېر د کابینې غړو ، بهرنیو دیپلوماتانو، د کډوالو نړیوالې ادارې (IOM) او (UNHCR) استازو پکې ګډون کړی و.

په پيل کې د مهاجرينو چارو وزارت مرستيال ښاغلي محمد ارسلاح خروټي پرانيستونکې وينا وکړه او ويې ويل: دا چې تېرې ادارې ا. ا. ته اقتصادي مشکلات او تش بانکونه په ميراث پرېښي دي او نړۍ بايد د افغان مهاجرينو سره د سياسي ملحوظاتو پرته په داسې ډول سره مرستې وکړي چې د مهاجرينو اساسي ستونزې حل کړي، هغه همدا رنګه ډاډ څرګند کړ، چې د نړیوالو کېدونکې مرستې به په شفاف ډول تر مستحقینو ورسوي

وروسته د رئیس الوزرا ملا محمد حسن پيغام د قاري محمد يوسف احمدي لخوا ولوستل شو او په پيغام کې يادونه وشوه چې نړيوالو ادارو د مهاجرينو په تړاو پخوانۍ ادارې سره مرستې کړي، خو هغه مرستې حقدارو ته نه دي رسېدلي او شخصي جیبونو ته تللي همدارنګه يې د هغه هېوادونو څخه مننه وکړه چې د افغان مهاجرينو پالنه يې کړې.

د غونډې په جریان کې د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستيال ښاغلي شير محمد عباس ستانکزي هر اړخيزه وينا وکړه او د افغانانو د هجرت لامل یې د نړۍ د زبر ځواکونو شوروي اتحاد او امریکا او ناټو يرغل،ظلم او استبداد وباله چې د ټولو نړيوالو قوانينو پر خلاف يې په افغانستان يرغل وکړ ، افغانان يې هجرت او جلا وطنۍ ته اړ او د هېواد اقتصاد يې دړې وړې کړ.

وروسته د (IOM) او (UNHCR) ادارو مسوولينو وينا وکړه او په دې برخه کې يې د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ.

د مهاجرينو وزارت سرپرست وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د افغانانو د هجرت او د شوروي اتحاد او امريکا لخوا په افغانستان د يرغل په اړه وينا وکړه، مهاجرينو ته يې د ستونزو د حل په موخه ډاډ ورکړ نوموړي وویل :

افغان کډوال په بهرنیو کمپونو کې له ناوړه حالت سره مخ دي. هغه له ملګرو ملتونو او بشري سازمانونو غوښتي، چې د افغان کډوالو حقونه دې خوندي کړي او هېواد ته د بیا راتګ لارې دې ورته سمې کړي. حقاني په کډوالو غږ وکړ، چې هېواد ته دې راشي او د ابادولو لپاره دې کار وکړي.

په پای کې د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د ټولو هغو هېوادونو څخه چې افغان مهاجرين پکې مېشت دي او همدارنګه د نړيوالو بنسټونو او ادارو څخه چې په دې برخه کې خدمت کوي مننه او قدردانی وکړه.

Morr

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۲۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ته د سفر په لړ کې دغه ولایت ته د ورستنو شویو هېوادوالو له استازو سره وکتل او له لسګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره یې نغدي مرسته وکړه

د خوست د کډوالو چارو ریاست مقام ته د وربلل شویو راستنو شویو په ناسته کې، محترم مولوي عبدالکبیر راستنو شویو هېوادوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې افغانان د دین او د هېواد د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۱:۵۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جهادي مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د خوست د جهادي مدرسې د دستاربندۍ په غونډه کې د خوست پر سیمه ییزو چارواکو سربېره، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخندزاده، د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو معینانو، د اسلامي امارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۱:۱۵
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د خوست په شمل دوه منده ولسوالۍ په مقام کې د لویې پکتیا د ځدراڼو له قومي مخورو او علماوو سره وکتل.

په دې ناسته کې د خوست، پکتیا او پکتیکا د اتو ولسوالیو د ګڼ شمېر ځدراڼو قومي مخورو او علماوو تر څنګ د خوست د جهادي مدرسې مهتمم شیخ افضل حسین هم ګډون کړی و.

 حاضرو مشرانو د کډوالو چارو د. . .

بېرته خبرونه ته