د مهاجرینو د ستونزو په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره خبرې وشوې
۲۰ مرغومی ۱۴۰۰/۷ جمادی الثاني ۱۴۴۳
تېره ورځ د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره ولیدل
په دغه ناسته کې د مهاجرینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي محمد ارسلاح خروټي په ایران هیواد کې د میشتو مهاجرینو په ستونزو خبرې وکړې، چې د ښاغلي عبداللهیان لخوا ورته د ستونزو د هواري ډاډ ورکړل شو.
