د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبــیر د کور او ښار جوړولو وزارت د معین شیخ مدار علي بامیاني په مشرۍ د پروان د غوربند درۍ د یو شمېر مجاهدینو په ګډون له علماوو او قومي مخورو سره وکتل.

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۲۰:۳۵
_
په پيل کې شیخ مدار علي بامیاني له ولس سره، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام له مرستو او همکاریو مننه وکړه او له خلکو سره یې د اسلامي امارت د مشرانو لیدنې ګټورې وبللې.
د ناستې پر دوام له غوربند څخه راغلو ډلکۍ مشرانو او مجاهدینو په خپلو سیمو کې د ولس پر ټولنیز او اقتصادي حالت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د غوربند د ولس د غوښتنو پر بنسټ ځینې چارې پیل کړې او تمه ده چې بشپړې شي.
حاضرو علماوو او مجاهدینو په غوربند کې شته ستونزو ته په اشارې سره وویل، چې تېرو نظامونو خلکو ته خدمت نه دی کړی او لاهم لومړنیو خدماتو ته لاس رسي ستونزمن دی.
په دې ناسته کې حاضرو علماوو، مجاهدینو او قومي مشرانو د اسلامي مارت له لوري په غوربند کې د یو لړ پراختیايي چارو د پیل غوښتنه وکړه او خپل وړاندیزونه یې له محترم مولوي عبدالکبیر سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مشرانو او حاضرینو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې له اسلامي امارت څخه غوښتنه د ولس حق دی او حکومت هم د هغوی وړاندېزونو ته د رسیدنې مسوولیت لري.
د محترم وزیر په وینا، چې د اسلامي امارت پالیسي له تبعیض او توپـــیر پرته د هېواد پر رغونه تمرکز لري او اسلامي نظام هڅه کوي چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې پر ځان بسیا کړي.
د ناستې په پای کې محترم وزیر څرګنده کړه، چې د غوربند د ولس وړاندېزونو ته د رسیدنې په موخه به اړینه همکاري وکړي او له اړوندو ادارو سره به همغږي وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر له مرستیال سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد نن چهارشنبه د چنګاښ په ۲۴مه د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر(UNDP) له مرستیال سره ولیدل.
د دغې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۱۸
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکی معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه معلوماتي ناسته وشوه.
دغه ناسته د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عدلیې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د هند سفارت د راستنېدونکو لپاره تر زرو زیاتو خېمو مرسته وکړه

له افغانستان سره د مرستو پر دوام د هند هېواد سفارت د روانې میاشتې په ۲۲مه له مهاجرینو چارو وزارت سره د راستنېدونکو د لومړیو اړتیاوو پوره کولو په موخه د شاوخوا ۲۲ میلیونو او ۶۰۵ زره. . .

بېرته خبرونه ته