د مهاجرينو چارو وزيرد پاکستان سفير سره د افغان مهاجرو د وضعيت په اړه خبرې وکړې

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۳ - ۱۰:۸
-

د مهاجرينو او راستنېدو نکو چارو وزير د لړم په (۲۲) مه په خپل کاري دفتر کې د پاکستان سفير سره  ليدنه وکړه او په کراچۍ ښار کې يې د افغان مهاجرو د ځورونې په اړه خبرې وکړې.

الحاج خليل الرحمن حقا  ن  ی په هغه هېواد کې د افغان مهاجرينو د څلوېښت کلن کوربتوب ته په اشارې سره ، په کراچۍ ښار کې د افغانانو ځورونه د دواړو هېوادنو د ښو او دوستانه اړېکو د زيانمنېدو لامل وباله  او د ويزې په ترلاسه کولو کې يې د کمېشن کارانو  د رامنځته شوو ستونزو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه.

هغه د پاکستان هېواد څخه غوښتنه وکړه ،چې  افغان مهاجرينو ته د ويزو د ورکړې، د پولې دواړو غاړو ته د هغو کورنيو د تګ راتک د مخنيوي، د بانکي حسابونو په جوړولو، د موټر چلوونکو د جوازونو په صادرولو او د کورونو د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي او په کمپونوکې ورته د اړتيا وړ آسانتیاوي برابري کړي.

نوموړي همدارنګه  د افغانستان، (UNHCR) او پاکستان ترمنځ د درې اړخيزې ناستې يادونه وکړه او ژر تر ژره يې د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.

د پاکستان سفير عبدالرحمن نظامي تائيد کړه، چې په کراچۍ ښارکې يې د افغان مهاجرينو د ځورونې ويډيو ګانې ليدلي او دا يې د دواړو هېوادونو د ګډ دښمن کار بللې، چې غواړي په خپلو پاروونکو کړنو سره د پاکستان او افغانستان په دوستانه اړېکو کې ستونزې رامنځته کړي.

ښاغلي نظامي ژمنه وکړه، چې د مهاجرينو چارو وزارت غوښتنې به په اسلام آباد کې د پاکستان حکومت له چارواکو سره شريکې کړي.

وزیر امور مهاجرین با سفیر پاکستان در مورد وضعیت مهاجران افغان صحبت کرد

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته