د مهاجرينو چارو وزارت کې د يونيم ميليون ډالرو په ارزښت د همکاريو دوه هوکړه ليکونه لاسليک شول

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۱۴:۵
-

 

دغه هوکړه ليکونه چې مالي لګښت يې  يو ميليون ( ۶۵۸) زره او ( ۴۴) امريکايي ډالره دی، د مهاجرينو چارو  وزارت او پلي کوونکو موسسو ترمنځ اړمنو ته د لا زياتو خدماتو د وړاندې کولو په موخه لاسليک شول.

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال  سې شنبه د کب په (۹) مه د هوکړه ليکونو د لاسليکولو پر مهال غوښتنه وکړه، چې د بشري مرستو په وېش کې دې پوره روڼتيا په  پام کې ونيسي.

د يادو هوکړه ليکونو پر بنسټ به اقدام مردم برای تغيير(PACO) او بازسازی وتحفظ انرژي باری افغانستان (AREA) موسسه د سواد زده کړو د کورسونو د تنظيمولو، د خوراکي توکو، روغتيايي کڅوړو، د ښوونځي د ترميم او د سرکونو د جغل اچونې په برخوکې د مهاجرينو چارو وزارت سره په خوست، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونوکې همکاري کوي.

همدارنګه د يادو موسسو د کاري پروژو له جريان څخه د مهاجرينو چارو او اقتصاد رياستونه د څارنې مسؤليت لري.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته